Note! Looking for an order placed before 2025-09-20, 16:00? [Click Here]
الجمعة - 1447 11 ربيع الآخر
{"Id":0,"Name":null,"Mobile":null,"Email":null,"Token":null,"Type":0,"ReferencerId":null,"VatConfirm":false,"PublicToken":null,"Culture":"ar-sa","Currency":"sek","CurrencySign":"SEK","CountryIsoCode":"us","HasSubset":false,"Discount":0.0,"IsProfileComplete":false,"HasCredit":false,"LastActivity":"0001-01-01T00:00:00"}
login
تسجيل الدخول
shopping cart 0
السلة

السلة

المجموع
0  
ContinuetoCheckout

Menu

معلومات المنتج
العنوان الأصلي: Treasure
 ISBN رقم: Fer9936018881
الناشر: Ana (Afghanistan)
الصفحات: 26
الوزن: 105 g
أبعاد المنتج: 18 x 25 x 0٫18 cm
غلاف الكتاب: غلاف ورقی

خزانه/ / نوی کور، نوی ژوند البشتو 2009

Khazānah: Khānah-yi Naw, Zindagī-i Naw, (Puruzhahʹhā-yi Taʻlīmī-yi Afghānistān, BBC)

الطبعة: 4
التقييم:
133 SEK
موجود - 1 إلی 2 یوم
قائمة الأمنيات
Wishlist
معلومات المنتج
العنوان الأصلي: Treasure
 ISBN رقم: Fer9936018881
الناشر: Ana (Afghanistan)
الصفحات: 26
الوزن: 105 g
أبعاد المنتج: 18 x 25 x 0٫18 cm
غلاف الكتاب: غلاف ورقی
Treasure, from the series of "New Home, New Life" of Afghan Education Projects, BBC
more
د خپريدو وخت: ٠٤:٢٩ گرينويچ ٢٠١٠ ,٠٩ دسمبر دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ چاپي بڼه نوی کور، نوی ژوند: د ناظر واده ناظر او ماه جبينه به يوه داسې جوړه ثابته شي چې د ډرامې هنري اړخ به ورسره نور هم غښتلی شي د ناظر واده د ټولو مبارک شه ! دليندۍ دمياشتې څوارلسمه نېټه وه . ټول په خپلو کارونو بوخت وو . مازديګری لمر دد فتر انګړ ته رالويدلی و. دهمدې لمر د وړانګو په بدرګه د غربنده ډول او مستانه سُرني نغمې هم ددفتر انګړ ته راننوتې . يوه نامعلومه هيجاني خوشحالي جوړه شوه . دبي بي سي د تعليمي پروژوددفتر کارکوونکي د دفتر انګړ ته راووتل . د ډول او سُرني له نغمو سره په دسمال کې غوټه شوې شيريني هم په اتڼ راغلې وه . د ټولو په شونډو موسکا وه ، خو په دې نه پوهيدل چې خبره څه ده. ډول او سُرنی يې په کومه خوشحالۍ کې راوستی دی. . يو دم د خوشحالۍ چيغې شوې ، چې د ناظر واده دی. شاوخوا دکورونو په کړکيو کې ګاونډيو سرونه را ايستلي وو . کلچې وېشل کېدې او اتڼونه کېدل. ټولو يوبل ته دناظر دواده مبارکي ويله. غونډې ته په کابل کې د بي بي سې د خبرې څانګې مشر داوود اعظمي هم راغلی و . د ناظر د واده په خوښۍ کې د نوي کور نوي ژوند ددري برخې ليکوال منصور نسيمي ګډونوالو ته دښه راغلاست ترڅنګ داسې وويل : "نن د ناظر واده دی. شپاړس کاله د نوي کور ، نوي ژوند اوريدونکي په دې هيله وو چې کله به د ناظرد واده ډول او سُرنی اوري . نن شپه د ناظر او ماه جبيني د واده لومړۍ صحنې خپريږي . " ناظر او ماه جبينه به يوه داسې جوړه ثابته شي چې د ډرامې هنري اړخ به ورسره نور هم غښتلی شي. وروسته دډرامې اونشراتو اېډېټر کاتب پاڅون د غونډې ګډونوالو او مېلمنو ته داسې هرکلی ووايه: "د ناظر دواده په مجلس کې حاضرو دوستانو او هغه اوريدونکو چې د شپې د بي بي سي د راډيو په څپو کې د ناظر د واده خبر اورئ! تاسو ټولو ته د ناظر او ماه جبينې د واده مبارکي وايم . مونږ ته به ليکونه راتلل چې ناظر ته ژر واده وکړئ، مونږ به رنګارنګ جامې ورته وګنډو. ناوې ته به يې هم ښايسته جامې تيارې کړو . عجيبه يې داده، چې له کويټې نه يوه اورېدونکي په ليک کې ليکلي وو چې زه شپږ لوڼې لرم. ناظر چې هره يوه غواړي زه به يې ورته ناوې کړم . اوس که چېرې د شپږو لوڼو پلار له راډيو نه د ناظر د واده ډولونه او سورني واوري، وايي به چې هۍ هۍ زما په شپږو لوڼو کې يوې هم دومره بخت نه درلود چې د ناظر ګل د کور ډيوه شي . له دې نه مالوميږي، چې زموږ خلک له ناظر سره څومره مينه لري . د مينې يوه وجه يې داده چې ناظر په خپلو صحنو کې اوريدونکو ته خوشحالي رسولې ده. " ترپاڅون وروسته په کابل کې د بي بي سي د خبرې څانګې مشر داوود اعظمي داؤد اعظمي وويل : "زه دناظر په واده کې دګډون لپاره د بي بي سي د تعليمي پروژو دفتر ته را وبلل شوم . ډير خوشحاله شوم . لا پخوا د همدې ډرامې اوريدونکی وم . که نن د ناظر همدا د ژوند ساده واده وای کيدای شي زه ورته نه وای راغلی . خو د ډرامې واده يې يوه لويه هنري او ډراماتيکه پېښه ده ، په ډېرې خوښۍ ورته راغلم . هغه وخت چې د نوي کور نوي ژوند د ډرامې لسمه کاليزه نمانځل کيده ما په بي بي سي پښتو خپرونه کې پر ډرامو پروګرام جوړ کړی و.
more